Dr Najibullah

Dr Najibullah

Wednesday, September 26, 2012

د شهید ډاکټرنجیب الله شپاړسم تلین


Sunday, June 24, 2012

Executed Afghan president stages 'comeback'

 Courtesy : Aljazeera
 

For four years, Mohammad Najibullah Ahmadzai, the man whose build and notorious temper earned him the moniker  gow - "the bull" - was contained in a small room in the Afghan capital, Kabul.
The last communist president of Afghanistan had only a radio and television to drown out the sounds of the civil war raging around him. As fighting for control of the nation raged on, Najibullah busied himself translating Peter Hopkirk's The Great Game into Pashto.

From 1992-96, Najibullah remained in a United Nations compound, waiting for the UN to negotiate his safe passage to India. But leaders of various factions fighting for control of the country demanded he be handed over for trial.

On September 27, 1996, the arrival of a Toyota pickup truck - carrying fighters from a group known as the Taliban - brought an abrupt end to negotiations. The fighters entered the compound.

The final moments of the man who had risen from student activist to president proved less than presidential.
The Taliban castrated Najibullah and dragged his bloodied body behind their truck through the streets of Kabul. It was then hung from a pole, where it remained for more than a day.
Afghanistan's bull had been left out to dry. 

Friday, June 8, 2012

Sayings


په ډاکټر نجيب الله شهيد سنټرل ايشيا خواره سوله

 ليک : پائند خان خروټي
   
???? ………… د ډاکټر نجيب الله شهيدآخري دېرينه خواهش…????        د ډاکټر صاحب د شهادت غړ غشه   .  
ذاتي ليکلې ډائري دي …………………..????

سينور حقا يق  ………..?????? و  ګوري دا     او د
               په ډاکټر نجيب الله شهيد سنټرل ايشيا خواره سوله

که چيري موږ د خپل وجدان په ږغ لبيک و وايو يا خپل ايمان په ترخه کي نه کېږدو نو بيا به هرومرو دې خبري منلو او ويلو ته چمتو سو چي د ډاکټر نجيب الله شهيد(16 اګست 1947 تر 27ستمبر 1996)باغ و بهار شخصيت و کردار ، خدمات ، کارنامې ، شهادت ، باقاعده هر کال تلين لمانځلو او په زياته د ځيني خيرن مخونه په ګوته کولو په اړوند بشر نويد صاحب يو ځانګړی کردار لري. بشر صاحب د پښتو او پښتونوالی  درد او احساس خو لري مګر د مريد يا پانډي جوړيدلو لالچ نه کوي. په دې مفاد پرسته او چاپلوسه ټولنه کي هم د خان، ملا، پير  ياد سرکار دروازه نه ټکوي بلکه په خپل همت او مړانه مخ په وړاندي درومي.
هسي هم په دې روان خوني مناظر او رجعتي تور تم کي د حق او صداقت خبره کول، سياسي مريدانو ته د بت شکني درس ورکول ، له پانډي څخه انقلابي جوړه ول ، اندروني او بېروني استحصالي ډائينوسار سره سر وهل د هر چا کار نه دی . هر د علم و دانش خاوند د اظهار او تنقيد کولوپوره پوره حق لري. په رياست او سياسي تنظيمو کښي د حق تلفي او استحصال ښکار خلګ هم خپل راز او نياز شريکه ولی سي. ځني مجبوره خلګ د خپل طبقاتي جدوجهد ، عهد شکني او بت شکني د مبارزې تشنګي په خلکي بېټکو کښي تر ډېره حده کم ولی سي. د خوار غريب او زېردست طبقې ژغ را اوچتول او د قلم او فکر د خپل واکۍ په خاطر د هم فکر ليکوالانو سنګر مضبوط کول په موږ باندي حق لري . پکار ده چي هر ذمه واره وګړی د خپل وس او توان مطابق د استحصال څخه پاکه ټولنه جوړه وولو لپاره يو او بل ته په اخلاص لاس ورکړي چي د افراد او چند خاندانو  په ځای زموږ قامي تنظيمي او تحقيقي ادارې تقويت وموندي.
 نن د خلقيانو, پرچميانو, قام پراستانو, ډيولپمنيټ سيکټر بلکه د ټول مترقي پښتون افغان يوالي ا ړين دي. نن زموږ په مترقي پښتون افغان کښي د خپل هم فکر بردا شت هم نشته???? خدايه! Respect the difference به کله راځی???? په دې هکله مجلس, ليک او دسياسي تنظيمو مشترکه سيمنارز جوړه ول پکار دي. کنې د افغانيت ، قام پرستي او ترقي پسند ادب و سياست د بانيانو په خدمات او کارنامو باندي خو کندهار ، کابل، پېښور ، کوټه او د کراچي وغيره سياسي او ادبي تنظيمونه او پښتو اکيډيمياني د يوه سيمنار جوړه ولو زحمت هم نه کوي . هر سړی ښه پوهېږي چي په پښتو ادب او سياست کي هم نن سبا د غوړ لستونړی قدر کېږي. په يوه سړی شل سيميناره کېږي او هغه بل څوک يادوي هم نه . دا خو هم د پام وړ تاريخ دی .
زه نن ستاسو د موقر ويب سايټ په سمسوره لمن کښي د ډاکټر نجيب الله شهيد  په هکله څو ګلان ټاومبل غواړم . د پښتونخوا وطن په کونج کونج او په غرو درو کښي د نجيب په نامه هلکوان او ځوانان موجوده دي . زما به نن خواهش او کوشش هم دا وي چي د ډاکټر نجيب الله شهيد د پېژند ګلوي او خانداني پس منظر بيان کولو په ځای د ده د باغ و بهار شخصيت او ملي رهبري ځني ځانګړتياوي ترتيب وار بيان کړم . زه خپله نجيب شناسي په چا نه مسلط کول غواړم بلکه ستاسي اتفاق او اختلاف ته  د اي ميل له لاري سترګي په لار يم .
  1. په نيم قبائلي او جاګيردارانه ټولنه کښي د قام او وطن سيالي او سوکالي لپاره د خدمت او سياست لاره ټاکل د ويش ځلميانو کار دی. د ډاکټر صاحب لومړنۍ ځانګړتيا دا ده چي د انقلابي سياست او مبارزې لاره يې د ځان او د قام لپاره غوره وګڼله او خپل عملي سياست يې د پلار د سرمايې او جاګير بغير  پيل کړو. چي هغه ده ته يو عالمي شهرت او وقار ورکړی. په دې هکله د توري او قلم څښتن خوشال بابا وايي :
مرد به نه سي په ګفتار                     څو پېدا نه کړی کردار
نامرد فخر په نسب که                     مرد نه مور لري نه پلار
  1. خپل قام او وطن يې د خپل سيا سي قائدينو په سرپرستي کښي د شاه او شاه پرستانو د جبر او استحصال څخه خلاص کړ. چي دوېښت( ۲۲)عرب ممالک د پيړيو تېردو ورسته  نن هم ورسره لاس او ګرېوان دی او ټول عرب قوم د بنده په بندګي کي ژوند کوي. ګواويش ځلميان،  افغان ثور انقلاب 27 اپريل 1978  او افغان خلکي تحريک د تاريخ په اوږدو کښي خوار او زيردست افغانانو ته سياست کښي طريقه او نتيجه دواړه ورکړل.
  2. کلي چي ډاکټر صاحب د افغانستان صدر جوړ سو نو د ډېرو اختلافات ، سازشونو او تاوانو باوجود خلق او پرچم ته يو مشترک سياسي تنظيم وطن ګوند ورکړو . چي د ډاکټر نجيب الله د قائدانه صلاحيت يوه لويه نخشه ده .
زه ګيله د بې قدری د چانه وکړم
د ړندو کره به لېږم زه څراغ يم
  1. د قام او وطن په خاطر يې خپل ځاني او تنظيمي مفادات تر پښو لاندي کړل او د قامي روغي جوړي تګ لاره  The National Reconciliation Policy) ) يې غوره کړله چي په هغي کښي يې د مکار ضيا الحق ، نصير بابر ، او کرنل امام مريدانو ته هم دعوت ورکړل. د ابيله خبره ده چي نن هغه کوتار او اشپز په خپل منځ کښي سره چاړه او غوښه سول.
  2. د سويت يونين د پوځونو د واپسي لپاره 20جولائي 1987 کښي په صفا نيت په جينوا ماهده دستخط وکړو په اريانه چوک کابل باندي په ډېره زوره وره او زړه وره انداز په خپل ګرجدار اواز کښي تقرير وکړو . او افغانانو ته يې دخپل اولاد او هېواد  په خپله ژغورلو درس ورکړو.
چي دخپل ملت په خپله غمخور نه شې
هر ګز نه که په پردي مړی ژړا څوک
  1. د جلال آباد جنګ د واشنګټن ، لندن ، عرب ، چائنا، پاکستان، ايران ، القاعده ، مختصره دا چي د افغان دشمن جنګي جرنيلانو او د فتنو سوداګرانو پر مخ د لعنت او رسوائي نښان دی . په اسلحه او سرمايه کښي تر افغانانو زر واره طاقت ور جنګي قوتونوته ذلت اميزه شکست ورکول د ډاکټر نجيب الله شهيد ، افغان جرنيل مانړوکی منګل او خلقي سربازانو تاريخي کاميابي ده. د جلال آباد تاريخي جنګ 14 نومبر 1989  د سي ائي اې کرنل دوکن Colonel Dokan، فرنګي نيکولس بيرنګټن Nicholas Barrington، رابرټ اوکلې، Robert Oakly، ارنالډ رافيل Arnold Raphilاو جنرل حميد ګل نن هم په بيانولو يې شرمېږي.
  2. په افغانستان کښي قيام امن لپاره د ملګري ملتو UNد هغه وخت جنرل سيکرټري پطرس پطرس غالی ځانګړی استازې بينن سيوان   Benon Sevanپه ضمانت21مئ1991 پنځه نکاتي فارمولا پلي کولو لپاره له صدارت څخه استفعی ورکړه . جهادي ګروپانو مشرانو د خپل بادرانو په موجودګي کښي په خانه کعبه کښي قرآن وکړو . اقوام متحده او اتحادي قوتو د وعدې خلاف ورزي وکړه او جهادي ګروپونه قرآن پاک وښويول چي تر اوسه لا ښوېږي.
  3. ډاکټر نجيب الله د پښتون افغا ن دښمنه قوتونه په ګوته کړل او د مذهب په جامه کښي پټ خپل اندروني دښمن نښاندهي يه وکړه او په پاکستان کښي موجوده د انګرېز ، عرب او پنجاب تالی څټي مذهبي ليډران يې هر چاته سرګند کړل چي نن ټولي نړۍ ته خطره جوړه ده .
 د ډاکټر نجيب الله پر شهادت باندي د پښتون افغان سره سره ټوله سنټرل ايشيا خواره سوله . د نړۍ له هر کونجه دهشت ګرد ، جنونيان او مفروره خلګ په مذهبي جامه کښي ور ننه وتل ډېر مالي او جاني تاوانونه يې راوړل.له پښتونخوا وطن يې د نشي موادو او اسلحه ډېپو جوړ کړی. د خوف او دهشت لمن يې خوره کړله. چي نن ټوله نړۍ له شرق تر غربه ورڅخه سر ټکوي. نن يو ځل بيا په ډېر شدت سره له غازي امان الله خان څخه نيولي بيا تر ډاکټر نجيب الله پوري پروګريسو مشرانو پسې ارمان کوي.
ډاکټر صاحب چي در څو ژوندی وو . پای تخت ريښمي کابل په پاکستان کښي ميښت بلوچانو او سندهيانو هيلي او توقعات هم له لوی افغان سره تړلې وې. ډاکټر صاحب ټول قام دوست مخور او مخکښ خلګو ته يې احترام درلودی. تنظيمي ملګرو او پاکستان سره ورغولو مېلمنو ته يې وي آئي پي پروټوکول ورکول، هر ډول زميني او هوائي مدد او مرسته يې نه ورڅخه سپموله. چي کله ډاکټر صاحب په يو اين UN دفتر کابل کښي پناه واخيستله نو بيا په دومره پراخه پښتونخوا وطن له امو تر اباسينه ولي د ډاکټر صاحب په شيرين اولاد هيلۍ،اونۍاوموسکاباندي تنګه سوله او په نتيجه کښي هندوستان پناه ورکړل. د ډاکټر صاحب د ژغورني د پاره د ده ملګرو مېلمنو څه وکړل?? د دې دپاره دي هغه ټول مراعات يافته خلګ په خپل خپل ګرېوان کښي وګوري.د يادوني وړ ده چي ځيني خلګ په خپله ملګرتيا پښيمانه دي او د خپل قامي کاروان څخه پر بله شېله روان سوي دي.  زه په پای کښي دا ويل غواړم چي د ډاکټر نجيب الله شهيدآخري دېرينه خواهش په پاکستان کښي ميشت پښتون افغان د مشترکه سياسي تنظيم جوړه ولو تکميل دي وسي . د ډاکټر صاحب ژباړل سوی کتاب  ”ګرېټ ګيم “Great Gameاو ذاتي ليکلې ډائري دي په ريکارډ راوړل سي. د ده کورنۍ ته دي په پای تخت کابل کښي پشپړه مراعات او سهوليات ورکړل سي.د ډاکټر صاحب د شهادت په حواله ټوله د Uncle sam اتحادي قوتونه عرب ، پاکستان ، چائنه ، ايران ، هفت ګانه ، هشت ګانه، او  دلته جماعت اسلامي او  جمعيت علما اسلام وغيره د پښتون  افغان پوره وړی دي. موږ د اقوام متحده او انټرنېشنل انساني حقوق سازمانو څخه پرزور غوښتنه کوو چي په نړۍ واله کچه دي يو تحقيقاتي ټيم تشکيل کړي او ټوله هغه مولوث عناصرو ته دي ټينګه سزا ورکړل سي. د افغان وطن د ورانولو ټول تاوانونه دي هم پر دوي کښېښول سي. که عارضي طور پر ځني قوتوونه زوره ور سوی يي. نو له خپل نظريې او وطن څخه بېزاري نه ده پکار .زما ايمان دی چي رهبر امير امان الله خان غازي، رهبر کبير استاذ نور محمد تره کی ، استاذ حفيظ الله امين او ډاکټر نجيب الله به زموږ د سباون هم قامي هيرو وي. ډېري تيارې به درباندي راسي خو بيا هم د خوب نه ورته بيدار اوسئ.
دا منم  چي  حالاتو  جبر  ډېر  دی
د شو ورځو اميدوار اوسه ځلميه

Courtesy Khabaryal

Tuesday, May 8, 2012

Obama, the Karzai Brothers and the Ghost of Najibullah


It’s said that you can buy photos of Najibullah on the streets of Kabul these days and even cassettes of speeches he made in the 1980s when he was president of Afghanistan. Najibullah’s name evokes controversy. Always cited are the condemnation by some Afghans for his ties to the Soviet Union and his previous role as chief of the country’s internal security apparatus.
However, it is impossible not to acknowledge the country’s social gains made during his time in leadership. As soon as his government was overthrown the victors wiped out land reform programs, instituted Sharia or Islamic religious law, cut women off from education, athletics and the professions and banned things like movies, television, videos, dancing, kite flying, and beard trimming.
Quiet as it’s kept, for many in the Afghan capital, the Najibullah years were a time of great promise.